پيښور صرافه مارکيټ کښي د سرو زرو قيمتونوکښي في توله دوه زره روپو نه زياته اضافه شويده

0
213

ډالر کښي داضافي نه روستو دملک نورو ښارونو په رنګ د پيښور صرافه مارکيټ کښي هم د سرو زرو قيمتونوکښي في توله دوه زره روپو نه زياته اضافه ريکارډ شويده
دپيښور صرافه مارکيټ کښي د سرو زرو په قيمتونو کښي في توله دوه ويشت سوه اضافه په نظر راغلي ، صرافه مارکيټ ايسوسي ايشن مطابق دوه ورځي مخکښي في توله سره زر په پنځه شپيته زره او دري سوه روپئ خرڅيدل ولي تيره ورځ ډالر بره تلو سره سم د سرو زروقيمتونه هم زيات شويدي او اوس يوه توله په اووه شپيته زره او اووه سوه روپئ خرڅيږي
صرافه مارکيټ ډيلران وائي چي که ډالر هم دغه شان په بره روان وي نو سره زر نور هم ګرانيدے شي