پيښور ضلعي انتظاميه د ښار دننه په لوئي کچ تجاوزاتو خلاف عمليات پيل کړي

0
31

پيښور ضلعي انتظاميه د ښار دننه په لوئي کچ تجاوزاتو خلاف عمليات پيل کړي او دوه اويا تنان ئي ګرفتار کړيدي
د ضلعي انتظاميي ترجمان لخوا جاري شوي اعلاميه کښې وئيلي شويدي چي د ښار دننه علاقي اشرف روډ، قصه خواني ، خيبر بازار، نمکمنډئ بشمول د ښار نورو بازارونو نه دوه اويا کسان ګرفتار کړے شويدي
د ترجمان د وينا تر مخه د ډپټي کمشنر محمد علي اصغر په هداياتو اسسټنټ کمشنر پيښور ساره رحمان په نګراني کښې د تجاوزاتو خلاف کريک ډاون پيل کړے شوي وو،اپريشن کښې ضلعي انتظاميي سره سره پوليسو چارواکو هم ګډون کړے ،
د ډپټي کمشنر وينا وه چي تجاوزات مافيا له وجي پيدل تلونکي خلک د سخت مشکلاتو سره مخ وو،
هغه زياته کړي چي د تجاوزاتو مافيا خلاف به هم دغسي کارواياني دوام داره وي، او دوباره تجاوزات قائمونکي به جيل ته ليګلے شي