پيښور ضلعي انتظاميي بورډ بازار کښې د تجاوزاتو خلاف عمليات پيل کړي

پيښور ضلعي انتظاميي بورډ بازار کښې د تجاوزاتو خلاف عمليات پيل کړي

پيښور ضلعي انتظاميي تيره شپه ناوخته بورډ بازار کښې د تجاوزاتو خلاف په لوئي کچ عمليات پيل کړي او پنځه ټرکه سامان ئي ضبط کړيدے
تفصيلاتو تر مخه د پيښور ډپټي کمشنر محمد علي اصغر په هداياتو ضلعي انتظاميه ټاون تهري ، پي ډي اے او ډبليو ايس ايس افسرانو تيره شپه ناوخته د تجاوزاتو خلاف کريک ډاون کړے او پنځه ټرکه سامان ئي ضبط کړي هم دے
د ضلعي انتظاميي ترجمان د وينا مطابق په اپريشن کښي ايډيشنل اسسټنټ کمشنر ټاون تهري ساره تواب عمر، ايډيشنل اسسټنټ کمشنر پي ډي اے رضوانه ډار په نګراني کښې ټي او ار ټاون تهري محمد اياز، محمد اقبال او د ډبليو ايس ايس پي افسرانو حصه واخسته
هغه زياته کړه چي د اپريشن دوران د بورډ بازار او خواشا علاقو نه په غټ تعداد کښې هتهه ريړي او نور سامان په قبضه کښې اخستے شويدے
ترجمان دا هم وئيلي چي د تجاوزات مافيا په وجه به اکثره ټريفک جام وو او پيدل خلکو ته په تګ راتګ کښې سخت مشکلات مخي ته وو،
ډپټي کمشنر پيښور محمد علي اصغر افسرانو ته هدايات جاري کړي چي د روزانه په بنياد دي په بورډ بازار کښې کارواياني کوي