پيښور ضلعي انتظاميي په رينګ روډ د تجاوزاتو خلاف غټ اپريشن کړے

پيښور ضلعي انتظاميي په رينګ روډ د تجاوزاتو خلاف غټ اپريشن کړے

د پيښور ضلعي انتظاميي په رينګ روډ د تجاوزاتو خلاف غټ اپريشن کړے چي د کوم دوران اتلسو نه زيات دوکانونه او کورونه ړنګ کړے شويدي،
دډپټي کمشنر وياند خبر ورکړے چي په رينګ روډ هزار خوانئ سيمه کښې د ډي سي علي اصغر په هداياتو د ټاون ټو ايډيشنل اسسټنټ کمشنر مينا ظاهر په نګراني کښې په لويه پيمانه د تجاوزاتو خلاف کريک ډاون شوے ،
وياند زياتوي چي د ګرينډ اپريشن دوران اتلسو نه زيات دوکانونه او کورونه او کيبني د درني مشينرئ له لاري ړنګ کړے شويدي،
ضلعي انتظاميي چارواکي وائي چي پيښور ښا رکښي به ټول غير قانوني تجاوزات او تعميرات لري کولو پوري به کريک ډاون هم دغه شان جاري وي