پيښور هائى کورټ ايف آئى اے ته د بى آرټى ناقص منصوبه بندۍ او خردبردتحقيقات مکمل کولو حکم کړى

پيښور هائى کورټ ايف آئى اے ته د بى آرټى ناقص منصوبه بندۍ او خردبردتحقيقات مکمل کولو حکم کړى

پيښور هائى کورټ ايف آئى اے ته په پينځه څلويښت ورځو کښې د بى آرټى ناقص منصوبه بندۍ او خردبردتحقيقات مکمل کولو او دغه منصوبه کښې معذورانو لپاره د سهولياتوپه عدم فراهمۍ دچيف سيکرټرى او سيکرټرى هيلتهـ تنخواګانو ودرولو احکامات جارى کړى دى
دپيښور هائى کورټ چيف جسټس وقار احمد سيټهـ تفصيلى فيصله کښې وئيلى چې حکومت دويژن او منصوبه بندۍ بغير بى آرټى منصوبه شورو کړې او دا چې دپنجاب يوې بليک لسټ کمپنۍ ته ددې منصوبې ټهيکه ورکړے شوه عدالت دا هم وئيلى چې بى آرټى منصوبه دپيښور خلکو لپاره دتکليف باعث هم ګرځيدلې
تفصيلى قيصله کښې ايف آئى اے ته حکم شوے چې پينحه څلويښت ورځو کښې دننه دې دبى آرټى خردبرد او نورو معاملو تحقيقات مکمل کړے شى
بلخوا هم پيښور هائى کورټ کښې په جسټس قيصر رشيد او جسټس نعيم انور مشتمل دوه کسيزه بينچ بى ارټى منصوبه کښې معذورانو لپاره دسهولياتو عدم فراهمۍ متعلق کيس سماعت وکړو
درخواست ګزار بيرسټر اسد الله ملک عدالت ته ووئيل چې په ملک کښې معذورانو ته دسهولياتو ورکولو قانون خو موجود دے خو عمل درامد پرې نۀ کيږى هغه زياته کړه چې بى آرټى منصوبه کښې هم د معذورانو لپاره سهوليات موجود نه دى او نه هم حکومت په دې اړه عدالت ته تفصيلى جواب جمع کړے دے
په دې عدالت بى آرټى منصوبه کښې دمعذوره خلکو لپاره دسهولياتو په عدم فراهمۍاو دې متعلق دصوبائى حکومت له اړخه دجواب په نه جمع کولو دبرهمۍ اظهار وکړو او دچيف سيکرټرى خيبر پښتون خوا او سيکرټرى هيلتهـ تنخواګانې دودرولو احکامات ئې جارى کړل
عدالت حکم وکړو چې تر څو دبى آرټى په منصوبه حکومت جواب نه وى داخل کړے تر هغې به ددواړو اعلى چارواکو تنخوا ګانې بندې وى