پيښور هائى کورټ وزارت داخله ته افغان زنانه ته پاکستانى شهريت ورکولو حکم کړے

پيښور هائى کورټ وزارت داخله ته افغان زنانه ته پاکستانى شهريت ورکولو حکم کړے

پيښور هائى کورټ وزارت داخله ته اناهيته نومې افغان زنانه ته پاکستانى شهريت ورکولو حکم کړے دے
پيښور هائى کورټ کښې افغانستان سره تعلق لروونکې زنانه اناهيته له لورى دپاکستانى شهريت تر لاسه کولو درخواست سماعت وشو
دچيف جسټس پيښور هائى کورټ په مشرۍ کښې دوه کسيزه بينچ دکيس سماعت کړے په دې موقعه دافغان زنانه وکيل عدالت ته ووئيل چې دسټيزن شپ ايکټ لاندې افغان زنانه دپاکستان شهريت مستحقه ده لهذا عدالت دې ان ناهيته ته دپاکستانى شهريت ور ورکړى
په دې عدالت وزرات داخله ته حکم وکړو چې افغان زنانه ته دې دپاکستانى شناختى کارډ جارى کولو سره سره پاکستانى شهريت هم ورکړى