پيښور هائيکورټ دبهټه خشت ايسوسي ايشن درخواست باندي وفاقي حکومت ته نوټس جاري کړے

پيښور هائي کورټ ترقياتي فنډونو ويش پحقله يو واري بيا حکومت نه جواب غوښتلي

دپيښور هائيکورټ دوه کسيزه بنچ د اضا خيل او چراټ بشمول د ټولي پښتونخوا بهټه خشت ايسوسي ايشن له اړخه دائر کړے شوي درخواست باندي سماعت په وخت د وفاقي حکومت ته نوټس جاري کړے ، عدالت خپل ريمارکس کښې وئيلي دي چي څه وجه ده چي دخختو په ګاډو کښې د لس زره خختو نه تعداد څلور زره ته کم کړے شويدے ښکاري داسي چي وفاقي حکومت مزدورکار طبقه تنګول غواړي،
پيښور هائيکورټ کښې څه ورځي وړاندي د خختو کاروبار کوونکو تنظيم يونائيټيد بهټه خشت ايسوسي ايشن د کميونيکيشن وفاقي وزارت په ضد درخواست دائر کړے وو،
درخواست کښې دريځ خپل کړے شوي وو چي د کميونيکشن وفاقي وزير مراد سعيد د خختو روزګار کوونکو باندي سخت بنديز لګولے دے چي د څلور زرو نه به سيوا خختي په ټرکونو کښې نه لوډ کوي،
دوه کسيزه بنچ جسټس مسرت هلالي او جسټس اشتياق ابراهيم د درخواست ګزارانو په درخواست سماعت په وخت د کميونيکشن وفاقي وزارت ته نوټس جاري کړؤ او خپل ريمارکس کښې ئي اووئيل چي څه وجه ده چي د خختو کاروبار کوونکي مزدور کار طبقه د وفاقي حکومت له اړخه هراسا کيږي،
د درخواست ګزارانو وکيل عدالت ته اووئيل چي د ټرکونو د لوډ کولو پخواني اجازت نامه دي برقرار اوساتلے شي