پيښور هائيکورټ دکنټونمنټ حدودو کښي د دوکانونو مخي ته په پارکنګ فيس پابندي لګولي

0
23
phc

دپيښور هائيکورټ دښار دننه کنټونمنټ حدودو کښي د دوکانونو مخي ته دپارکنګ په فيس اخيستو پابندي لګولي او حکم ئي کړيدے چي د کنټونمنټ بورډ د فيس په پرچه به دا جمله ضرور ليکلے شي د ګاډي د ورکيدو به متعلقه ټهيکدار ذمه وار وي
د پيښور هائيکورټ د جسټس قيصر رشيد په مشري کښي په کنټونمنټ بورډ حدودو کښي دوکانونو مخي ته د پارکنګ فيس په اخستلو دپابندئ احکامات جاري کړيدي
عدالت خپل ريمارکس کښي اوئيل چي په مقرره پارکنګ فيسونو او ځايونو باندي هيڅ قسمه پابندي نيشته ولي د عام دوکانونو مخي ته چي کوم کسان ګاډي پارک کوي ،کنټونمنټ بورډ دي دغه کسانونه د فيس اخستلو نه ډډه اوکړي
عدالت اوئيل چي د کنټونمنټ بورډ په پرچه به دا جمله ضرور ليکلے شي چي دګاډي په ورکيدو به تپوس د ټهيکدار نه کولے شي او دڅه قسمه نقصان به متعلقه ټهيکدار ذمه دار وي