پيښور هائيکورټ د پټرولو مصنوعي بحران پيدا کوونکو په ضد د کاروائي حکم کړے

د خېبرپختونخوا په عدالتونو کښي د ګرمۍ چهټيانې منسوخ کړے شويدي

پيښور هائيکورټ په پټرول پمپس د پټرولو د نيشتوالي نوټس اخستے او د مصنوعي بحران پيدا کوونکو په ضد ئي د سخت کاروائي حکم کړے ،بلخوا عدالت د غنمو او اوړو د بحران په اړه خپل ريمارکس کښې وئيلي دي چي غنم پښتونخوا او پنجاب دواړو صوبو کښې پيدا کيږي،بيا بحران ولي پيدا شوے
د پيښور هائيکورټ دوه کسيزه بنچ د جسټس قيصر رشيد په مشرۍ کښې په پټرول پمپس د پټرولو د نيشتوالي په سختئ سره نوټس اخستے او په فوري توګه ئي ډي سي پيښور او اے جي خيبر پښتونخوا عدالت ته را اوغوښتو
په دي موقعه عدالت خپل ريمارکس کښې اووئيل چي تيل ارزان شو ولي د پټرولو نيشتوالے ډيره عجيبه خبره ښکاري
عدالت د تيلو په مصنوعي بحران د سخت خفګان څرګندونه کړي او د پټرولو مصنوعي بحران پيداکونکو په ضد ئي د سخت کاروائي او پمپونو سيل کولو حکم کړې
بلخوا عدالت خپل ريمارکس کښې وئيلي چي غنم د پنجاب او پښتونخوا دواړو صوبو پيدا وار دے او په صوبه کښې د اوړو سخت بحران دے،
عدالت ايډوکيټ جنرل ته حکم کړيدے چي د اوړو دبحران په اړه وزيراعلي حيبر پښتونخوا سره د دي مسئلي حل کولو په حقله خبري اوکړي،،

blank