پيښور هائيکورټ د ګردو ټرانسپلانټ متعلق توهين عدالت درخواست باندي سماعت کړې

پيښور هائيکورټ د ګردو ټرانسپلانټ متعلق توهين عدالت درخواست باندي سماعت کړې،عدالت چيئرمين ميډيکل ټرانسپلانټ اتهارټي او د صحت سيکرټري نه جواب طلب کړې او دوي ئې هم راروان سماعت ته طلب کړيدي،
پيښور هائيکورټ کې د ګردو ټرانسپلانټ متعلق توهين عدالت درخواست باندي سماعت دوران درخواست ګزار وکيل رميز محمد عدالت ته وئيلي چې زنانه دې مهال هسپتال ائي سي يو کې داخله ده او حالت ئې تشويشناک دې، درخواست ګزار وکيل دا هم وئيلي چې عدالت د انساني همدردۍ په بنياد زنانه ته د ډونر نه د ګردي ټرانسپلانټ اجازت ورکړې وو،خو عدالتي احکاماتو باوجود ايم ټي ار اے ټرانسپلانټ اجازت نه ورکوي، درخواست ګزار وکيل رميز محمد عدالت ته وئيلي چې د زنانه په خاندان کې دا موروثي مرض دې او متعلقه زنانه خاوند هم د دې بيمارۍ لوجې مړ شويدې، هسپتال ډاکټران وائي که چري ګردي ټرانسپلانټ اونشو نو د مريضي ژوند ته خطره ده،او د دې ټوله ذمه داري به هم د هسپتال انتظاميي نه وي، عدالت چيئرمين ايم ټي ار اے يعني ميډيکل ټرانسپلانټ اتهارټي ډاکټر اسد ملک او سيکرټري صحت په ذاتي حيثيت کې وړاندي کيدو احکامات جاري کړيدي