پيښور هائيکورټ ووهان کښې ګهير پاکستاني طالبعلمانو په اړه درخواست باندي سماعت کړے

پيښور هائيکورټ طورخم کښې په کارخانو ټيکس لګولو باندي ايف بي ار ته نوټس جاري کړې

د پيښور هائيکورټ دوه کسيزه بينچ ووهان کښې ګهير شوي پاکستاني طالبعلمانو په اړه ورکړے شوي درخواست باندي سماعت کړے،سماعت دوران ئي د وفاقي حکومت نه تحريري جواب طلب کړيدے،
پيښور هائيکورټ دوه کسيزه بنچ چيف جسټس وقار احمد سيټهه او جسټس نعيم انور د چين په ووهان صوبه کښې ګهير شوي طالبعلمانو په اړه د کيس سماعت کړے، په دي موقع وفاقي حکومت ته احکامات جاري کړے شوي چي تر راروان سماعت پوري دي د دغه طالبعلمانو په اړه تحريري جواب جمع کړے شي،
د درخواست ګزارانو وکيل عدالت ته اووئيل چي دا وخت د چين په يو يونيورسټئ کښې دري اتيا پاکستاني طالبعلمان ګهير شويدي او هلته د کورونا وائرس وبا خوره شويده، وفاقي حکومت دي اجازت نامه راکړي مونږ به دغه طالبعلمان په خپله خرچه پاکستان ته راولو،
د حکومت له اړخه ډپټي اټارني جنرل سليم خان پيښور هائيکورټ ته وړاندي شو او عدالت ته ئي د اسلام اباد هائيکورټ هغه فيصله وړاندي کړه په کومه چي عدالت حکومت ته احکامات جاري کړي وو،چي دغه طالبعلمانو ته دي اجازت ورکړے شي