پيښور هائيکورټ کښې د وزيراعلي د مشيرانو معطلئ په ضد درخواستونه جمع کړي شوي

0
22
پيښور هائيکورټ کښې د وزيراعلي د مشيرانو معطلئ په ضد درخواستونه جمع کړي شوي

پيښور هائيکورټ کښې د وزيراعلي خيبر پښتونخوا د معاونين خصوصي او مشيرانو د معطلئ په ضد صوبائي حکومت دوه درخواستونه جمع کړيدي بلخوا د ايډوکيټ جنرل عبدالطيف يوسفزئي وينا ده چي د يو قانون چيلنج کولو په وخت حکم امتناعي جاري کول د قانون خلاف ورزي ده
پيښور هائيکورټ کښې د خيبر پښتونخوا د وزيراعلي پنځه معاونين خصؤصي او مشيرانو اجمل وزير، ضياالله بنګش، عبدالکريم ،حيات الله او کامران بنګش د معطلي په ضد درخواستونه د صوبائي حکومت لخوا ايډوکيټ جنرل لطيف يوسفزئي جمع کړل
يو درخواست کښي دريځ خپل کړے شويدے چي د يو قانون چيلينج کولو په وخت حکم امتناعي جاري کول غير قانوني عمل دےاو دا چي پنځه مشيران او معاونين خصوصي د حکومت د جوړيدو نه پس خپل فرائض منصبي ادا کول شروع کړيدي
دي نه علاوه د کيس تر فيصلي پوري د وزيراعلي مشيران او معاونين خصوصي معطل کيدو فيصله قانوني نه ده او په دي اړه حکم امتناعي جاري کول هم نه وو پکار،
په دويم درخواست کښې ايډوکيټ جنرل عبدالطيف يوسفزئي د وزيراعلي د
مشيرانو او معاونين خصؤصي معطل کيدو د کيس سماعت زر تر زره کولو
استدعا کړيده