پيښور هائيکورټ کښې د پرائيويټ سکولونو اضافى فيس په ضد سماعت شوى

0
17

دپيښور هائيکورټ دوه کسيزه بنچ په سکولونو کښې په اضافى فيسونو سټے ارډر کښې توسيع کړيده او وئيلى دى چې دسکولونو د اضافى فيس په ضد فريق جوړيدو لپاره دى مزيد درخواستونه جمع کړې شى
دپيښور هائيکورټ دوه کسيزه چيف جسټس وقار احمد سيټهـ او جسټس مسرت هلالى اضافى فيس په اړه سماعت کړيدې
په دې موقعه زاهد الله ايډوکيټ او عباس خان سنګين عدالت ته اووئيل چې د ماشومانو والدين د اضافى فيسونو نه تر پوزى راغلى دى او دا چې د اضافى فيسونو د ختمون په اړه دى عدالت خپله فيصله د پرائيويټ سکولونو په ضد واوروى
عدالت د کيس سماعت د اکتوبر دويمه نيټى پورى اوځنډولو