پيښور هائيکورټ کې د بلدياتي نمائندګانو د اختياراتو پحقله د کيس سماعت

پيښور هائيکورټ کې د بلدياتي نمائندګانو د اختياراتو پحقله د کيس سماعت،عدالت سيکرټري لوکل ګورنمنټ او ډپټي کمشنر مردان ته په دوو ورځو کې دننه د مردان مئير ته د افس او ګاډي ورکولو حکم ورکړېدې،
په جسټس لعل جان خټک او جسټس محمدابراهيم خان باندي مشتمل دوه کسيزه بنچ د بلدياتي نمائندګانو اختياراتو پحقله د کيس سماعت کړي،د درخواست ګزار وکيل عدالت ته خپلو دلائلو کې اووئيل چې د بلدياتي انتخاباتو څو مياشتو تيريدو نه پس هم بلدياتي نمائندګانو ته اختيارات او دفتري نه دي ميلاو شوي، جسټس لعل جان خټک مئير ته دفتر او ګاډي نه ورکولو باندي دتعجب اظهار کړيدې،عدالت سيکرټري لوکل ګورنمنټ او ډپټي کمشنر مردان ته په دوو ورځو کې دننه دفتر او ګاډي ورکولو احکامات جاري کړي،عدالت دفتر او ګاډي ورکولو رپورټ د راتلونکي سماعت په وخت غوښتے دې، ياده دي وي چي د مردان مئير حمايت الله مايار بلدياتي نمائندګانو ته اختيارات نه ورکولو خلاف هائيکورټ کې درخواست دائر کړې وو،