پيښور هائي کورټ ترقياتي فنډونو ويش پحقله يو واري بيا حکومت نه جواب غوښتلي

پيښورهائيکورټ د کرک ګيس ائل فيلډ نن کيدونکي نيلامي د اودرولو حکم ورکړے

پيښور هائي کورټ ترقياتي فنډونو ويش پحقله يو واري بيا حکومت نه جواب غوښتلي ، د پيښور هائيکورټ دوه کسيزه بنچ د جسټس لعل جان خټک په مشرئ کښې د صوبائي حکومت د ترقياتي فنډونو په اړه دائر کړې شوې عدالت سپکاوي درخواست اوريدنه کړې
پيښور هائيکورټ د ترقياتي فنډونو په اړه د مخالفو ګوندونو ممبرانو د لوري دائر شوي توهين عدالت درخواست باندې صوبائي حکومت نه جواب طلب کړې او خپل ريمارکس کښې وئيلي دي چې د اسمبلئ غړو کار قانون سازي ده نوبيا ترقياتي فنډونه ولې غواړي؟
په دې مهال ددرخواست ګزار خوشدل خان ايډوکيټ اووئيل چې عدالت صوبائي حکومت ته په اووه ورځو کښې دننه د ترقياتي فنډونو لپاره د رولز جوړولو حکم کړې وو، ولي په دې اړه هيڅ قسمه عمل درامد نه دې شوې۔
عدالت د صوبائي حکومت نه په دې اړه يو ځل بيا جواب طلب کړې، جسټس لعل جان خټک خپل ريمارکس کښې اووئيل چي ترقياتي فنډونو کار د انتظاميي دے ، د صوبائي اسمبلئ اراکين ولې فنډونه غواړي؟
جسټس لعل جان خټک زياته کړه چي د اسملبئ ممبرانو کار قوانين جوړول دي،عدالت صوبائي حکومت ته د ترقياتي فنډونو متعلق نوټس جاري کړو او راتلونکي اوريدني پورې جواب ئي طلب کړو