پيښور هائې کورټ ډاکټر شکيل آفريدي درخواست سماعت دپاره منظور کړېدې

پيښور هائې کورټ ډاکټر شکيل آفريدي درخواست سماعت دپاره منظور کړېدې د قبائيلي اضلاع انضمام نه مخکے شکيل آفريدي کيس سماعت په فاټا ټريبيونل کښې تير اووه کالو راهسې روان وو
پيښور هائې کورټ کښې د شدت پسند تنظيمونو سره تعلق لرلو په جرم کښې سزا وار مجرم ډاکټر سشکيل آفريدي کيس سماعت شوے دے ۔سماعت دوران د شکيل آفريدي لخوا ايډوکيټ لطيف آفريدي او ايډوکيټ قمر نديم عدالت ته وړاندے شوي دي ۔د شکيل آفريدي وکيل قمر نديم مطابق شکيل آفريدي کيس په فاټآ تريبيونل کښې شپيته نه سيوا پيشيانو باوجود څه پيش رفت مخے ته ندي راغلي ۔ ولې اوس پيښور هائي کورټ ته د کيس منتقلي سره به ډير زر شکيل آفريدي کيس په مثبت اړخ روان شي ۔ياده دي وي شکيل آفريدي ته شدت پسند تنظيمونو سره تعلق لرلو په وجه اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ خيبر ايجنسي عدالت کال دوزره دولسم کښې دريويشت کاله سزا اورولے ده۔موجوده وخت ډاکټرشکيل آفريدي د پنجاب ښار ساهيوال جيل کښې سخت سييکورټې په نګرانې کښې اوريدلے شوے سزا کټ کوي دے