پيښور يونيورسټۍ او ايګريکلچر يونيورسټۍ کې فيسونو کې د اضافې خلاف طالبعلمان راوتي دي

پيښور يونيورسټۍ او ايګريکلچر يونيورسټۍ کې فيسونو کې د اضافې خلاف طالبعلمان راوتي دي،او احتجاج ئې ريکارډ کړيدې،طالبعلمانو د جامعه پيښور او ايګريکلچر يونيورسټۍ چارواکو نه مطالبه کړيده چې فوري توګه دې د هغؤي مطالبات اومنلې شي،

پښتون سټوډنټس فيډريشن پيښور يونيورسټۍ کې احتجاج کړيدې،او خپل مطالبات ئې وړاندي کړيدي،مظاهرچيانو دړکه ورکړيده که غوښتنې ئې پوره نکړې شوي نو احتجاج دائره به اوغزوي، طالبعلمانو مطالبه کړي چې جامعه پيښور دې فيسونو کې څلويښت فيصد اضافه واپس واخلي،د طالباتو سره هراساني پيښو مخنيوې دې اوکړې شي،مستقل استاذانو تعيناتي دې يقيني کړې شي، بلخوا ايګريکلچر يونيورسټۍ کې اسلامي جمعيت طلبه د فيسونو د زياتۍ خلاف احتجاج کړيدې،مطالبه ئې کړيده چې د هاسټل او ټيوشن فيسونو اضافه دې واپس واخستے شي، د ايګريکلچر يونيورسټۍ طالبعلمانو په انتظاميه زور راوړے دے چې د هاسټل د صفائي او مرمتي کار دې سر ته اورسولې شي،