پيښور پوليسو د موبائل غلو يوه بين الصوبائي ډله سره د موبائيلونو نيولي

ګجرات کښې د سوات ځوان قتل کيس کښې پوليس څلور ملزمان ګرفتار کړې

پيښور پوليسو د موبائل غلو يوه بين الصوبائي ډله سره د موبائيلونو نيولي ، کوم چي تفتيش دپاره نامعلومه ځائے ته منتقل کړے شويدي
تفصيلاتو تر مخه د پيښور پوليسو په ټوله ضلع کښې د موبائل غلا کښې ککړ پنځه تنان ګرفتار کړيدي د کومو د ولقي نه موبائيل هم برامد شويدي
د پوليسو وياند مطابق د ملزمانو تعلق د افغانستان سره دے کوم چي په نورو مختلفو جرمونو کښې هم ککړ دي،ملزمانو به د ښار په مختلفو تعليمي ادارو کښې طالبعلمانو نه موبائيلونه او قيمتي سامان غلا کولو،
دملزمانو د ولقي پنځه څلويښت موبائيل فونز، وسله او دوه موټرسائيکلي هم برامد شويدي،
ملزمانو به غلا شوي موبائيلونه افغانستان ته سمګل کول،
د پوليسو وينا چي د موبائل فونز د اصل مالکانو تالاش جاري دے او ډير زر به موبائيلونه خپلو مالکانو ته واپس کړے شي