پيښور پوليسو سرچ اپريشن دوران څلور پنځوس جرائم پيشه کسان ګرفتار کړي

0
138
پيښور پوليسو دعملياتو په وخت يوولس شکمن کسان نيولي دي

دسرښار پيښور پوليسو د سيکورټي خدشات په وجه په مختلفو سيمو کښي سرچ اينډ سټرائيک اپريشن کړيدے چي په نتيجه کښي څلور پنځوس جرائم پيشه کسان ګرفتار کړے شويدي
د پيښور پوليس محکمي لخوا جاري شوي بيانيي تر مخه د چمکنو ، تهکال، او انقلاب تهانو په حدودو کښې پوليسو د ارمي ځوانانو سره په ګډه سرچ اپريشن کړيدے
په دي موقع څلور پنځوس کسان پوليسو ګرفتار کړيدي د ګرفتار شوي کسانو نه درنه اوسپکه وسله هم برامد کړے شوي
پوليسو د اته ويشت غير رجسټرډ کرايه دارو په ضد مقدمات درج کړيدي،
بيانيي تر مخه د ملزمانو نه څلور تمانچي ، دوه ټوپکي،او نور يو شمير درنه او سپکه وسله برامد شوي
دي نه علاوه د ملزمانو نه نشه ايز مواد هم برامد شويدي،
د سرچ اپريشن په وخت د ارمي ځوانانو په شمول ليډي کانسټيبلز ، سنيفر ډاګز،او بم ډسپوزل يونټ هم موجود وو