پيښور ښار به په حقيقى معنو کښې دګلونو ښار جوړولے شي، شهرام خان ترکي

دخيبر پښتونخوا محکمه بلدياتو کښې پنځه کرپټ افسران جبري ريټائرډ او معطل کړي شويدي

دخيبر پښتون خوا وزير بلديات شهرام خان ترکئى وئيلى دى چې پيښور ښار به په حقيقى معنو کښې دګلونو ښار جوړولے شي، دې لپاره پيښور کښې د ونو بوټو نالو مهم په تيزۍ سره روان دے ،
پيښور شاهى باغ کښې “دصاف خيبر خيبر پښتون خوا ميرا خواب په نوم جوړې شوې دستورې ته صوبائى اووئيل چي ووئيل چې پى ډى ا ے به څښکال پيښور کښې اووۀ ويشت لکه بوټى نالى ځکه چې دپيښور صفاساتلو او ماحول نور ښه کولو لپاره ونې بوټى مهم کردار ادا کوى
شهرام خان ترکې زياته کړه چې لوکل ګورنمنټ داختر په ورځو شپو کښې دپيښور ښار صفا ساتلو لپاره خپلې ټولې وسيلې په کار راوستې دى او دکومو ادارو کار کردګى چې ښه وى هغه ادارو دپاره دوه کرړوره روپۍ دانعام په غرض مختص کړے شوې دى،
صوبائى وزير په عام اولس زور راوړے چې صفائۍ مهم کښې دي دحکومت مرسته وکړى ځکه چې تر څو پورې حکومت سره داولس مرسته نه وى شامله تر هغه وخته پورې حکومت په يوازې سره هيڅ هم نه شى کولے