پيښور کارخانو مارکيټ او ناګمان کښې تجاوزاتو خلاف کاروائى شوېده

پيښور کارخانو مارکيټ او ناګمان کښې تجاوزاتو خلاف کاروائى شوېده

پيښور ضلعى انتظاميې او پى ډى اے کارخانو مارکيټ او ناګمان کښې تجاوزاتو خلاف کاروائى کړې ده ،کارخانو مارکيټ او ناګمان کښې سيند په غاړه جوړ تجاوزات ئې وران کړې دې
پيښور کښې تجاوزاتو خلاف کارروايانې جارې دې،ضلعې انتظاميے او پې ډې اے کارخانو مارکيټ کښې کارروائې کړې ده،کارخانو مارکيټ جوړ مستقل او غير مستقل تجاوزات ئې وران کړې دې
ضلعې انتظاميے او نورو متعلقه ادارو د پيښور کلېواله سيمه ناګمان کښې هم د تجاوزاتوخلاف کارروائې کړې ده،دسيند په غاړه يو کم پنځوس کناله زمکه ئې د قابضينو نه ازاده کړے ده
د پيښور ډپټى کمشنر وائې چې تجاوزاتو خلاف آپريشن به جارې وې ، کومو خلکو چې سرکارى زمکه قبضه کړې يا جعلى کاغذونه ئې جوړ کړې دې د هغوې خلاف به سخته کارروائې کولې شې