پيښور کښي د ضلعي انتظاميي لخوا د سروس سټيشنو بنديدو په ضد مزدورانو احتجاجي مظاهره کړي

0
12

پيښور کښي د ضلعي انتظاميي لخوا د سروس سټيشنو بنديدو په ضد مزدورانو احتجاجي مظاهره کړي او وئيلي دي چي موجوده حکومت خلقو ته د روزګار ورکولو په ځائي هغوي بے روزګاره کوي کوم چي سراسر ظلم او زياتي دے
پيښور پريس کلب مخي ته په سروس سټيشنو کښي کارکونکو مزدورانو د پيښور ضلعي انتظامي لخوا د سروس سټيشنو بنديدو خلاف احتجاجي مظاهره کړي او وئيلي دي چي سروس سټيشنو ته د لکهونو روپو ټيکس ادا کولو اعلان غير قانوني دے
مظاهرچيانو د ضلعي انتظاميه او ټيکس خلاف نعري اووهلي او وئي وئيل چي د پاکستان تحريک انصاف د روزګار ورکولو وعده کړي ولي اوس حکومت دوي د شته روزګار نه بے روزګاره کوي
دوي اووئيل چي د سروس سټيشنو بنديدو سره سوونه خلق بے روزګاره شوي کوم چي دوي سره سراسر ظلم او زياتي دے
مظاهرچيانو اووئيل چي ضلعي انتظاميي لخوا سروس سټيشنو ته هيڅ قسمه نوټس هم نه دي ورکړے