پيښور کښې خصوصي وګړو لپاره قامي سپورټس ميله شروع شوي

پيښور کښې خصوصي وګړو لپاره قامي سپورټس ميله شروع شوي

پيښور کښې د خيبر پښتونخوا سپورټس محکمي له اړخه خصوصي وګړو لپاره اته ويشتمه قامي سپورټس ميله شروع شوي په دي موقعه د يو تقريب بندوبست هم شوي وو چي پکښې مشر ميلمه د اطلاعاتو او اعلي تعليم مشير کامران بنګش وو،په دي موقعه مشير اطلاعات کامران بنګش اووئيل چي د ارباب نياز سټيډيم او جم خاني په بحالئ کار روان دے او دا چي پيښور کښې به بين الاقوامي معيار مطابق ګراونډ جوړولے شي،هغه زياته کړه چي سپورټس بحالي او ځوان کول ته د لوبو مواقع ورکول د پاکستان تحريک انصاف په ترجيحاتو کښې شامل دي،په دي موقعه کامران بنګش ټولو ميلمنو ته هرکلے وئيلي او دسپورټس محکمي ته ئي په کامياب پروګرام کولو باندي مبارکباد ورکړي،تقريب کښې سړو او زنانو په لوئي تعداد کښې شرکت کړې، خصوصي خلک به د سپورټس فيسټول مختلفو اووه څلويښت لوبو کښې برخه اخلي،