پيښور کښې دسرچ اپريشن په وخت پنځه ديرش کسان ګرفتار کړے شوي

0
182
مالاکنډ ليويزتحصيل درګئي کښي کاروائي کښي څلور منشيات فروش نيولي

د پيښور مچني ګيټ او يکه تهاني حدودو کښې د شرخوښو او منشيات فروشو په ضد پوليسو او د ارمي ځوانانود سرچ اپريشن په وخت پنځه ديرش کسان ګرفتار کړيدي،د ګرفتار کړے شوي کسانو نه وسله او نشه ايز مواد برامد کړے شويدي، چي پکښې ائس هم شامل دے،
د پوليسو د ترجمان لخوا جاري شوي بيانيے تر مخه د پيښور مچني ګيټ تهانې او يکه توت حدودو کښې پوليس اهلکارو او ارمي ځوانانو سرچ اپريشن کړيدے،
د سرچ اپريشن په وخت پنځه ديرش کسان نيولے شويدي،د نيولے شوي کسانو نه درنه او سپکه وسله هم برامد شويده
د پوليسو ترجمان وينا ده چي د يکه توت تهاني حدودو کښې په رشيدګړهي سيمه کښې پنځه منشيات فروش نيولي شويدي،
دمنشيات فروشو د ولقي نه نشه ايز مواد او ائس هم برامد کړے شويدي،
په نيولے شوو کسانو کښې مشکوک کسان بشمول د کرايه دار ايکټ خلاف ورزي کوونکي هم شامل دي،
د پوليسو ترجمان وينا ده چي د سرچ اپريشن سلسله د رمضان المبارک د وړومبي روځي نه شروع شوي او تر اخري روژے پوري به جاري وي