پيښور کښې د مستوراتو په تنازعه ډزو کښې څلور کسان پحق رسيدلي دي

چارسدې کښي درشته په شخړۀ د کور دننه ډزو کښي درے تنا په حق رسيدلي

د پيښور په ملازئي سيمه کښې د مستوراتو په تنازعه ډزو په نتيجه کښې د دوه ورنړو او يوې زنانه په ګډون څلور کسان پحق رسيدلي دي
ډي ايس پي ريګي رحيم حسين خيبر نيوز سره د خبرو په وخت تصديق کړے چي ملازئي پيښه د مستوراتو په تنازعه مخي ته راغلي،
ډي ايس پي مطابق د ډزو په نتيجه کښي څلور کسان وژلے شويدي چي پکښې دوه رونړا اورنګزيب، شاکر ، د هغي وراره سميع الله،او يوه زنانه شامله ده،
د وژلے شوي کسانومړي پوسټ مارټم پس متاثره کورانۍ ته حواله کړے شويدي
په يو کور کښې د څلور کسانو په وژنه سيمه کښې فضا غمژنه ده،او خلک سوګوار دي
ډي ايس پي رحيم حسين زياته کړيده چي د پيښي ايف ائي ار درج کړے شويدے او پوليسو کاروائي شروع کړيده