پيښور کښې د ميډيسن کمپني اغواشوے منيجر بازياب کړے شوے او اغواکار ئي هم نيولي

پيښور کښې د ميډيسن کمپني اغواشوے منيجر بازياب کړے شوے او اغواکار ئي هم نيولي

پيښور کښې پوليسو د يوي کاروائي په نتيجه کښې د ميډيسن کمپني اغواشوے منيجر بازياب کړيدے او دري اغواکار ئي هم نيولي دي په نيولي شوو ملزمانو کښې پلار او دوه زامن شامل دي،
پيښور کښې د کينټ ډويژن پوليسو د يوي غټے کاروائي په نتيجه کښې نه صرف اغوا شوي د ميډيسن کمپني منيجر بازياب کړيدے بلکه دري ملزمان ئي هم سره د وسلے نيولي دي
د نيولي شوو کسانو نه په اغوا کښې استعمال شوي ګاډي هم برامد کړے شويدے ، دري واړه ملزمان په خپل مينځ کښې پلار او زامن دي ، دکومو تعلق چي د ريګي علاقے سره ښودلے شويدے،
اغواشوي کس د پيښور د يوي نواحي رهائشي علاقے نه برامد کړے شويدے کوم چي په زنځيرونو کښې تړلے شوي وو،
د پوليسو وينا ده چي د نيولي شوو ملزمانو نه تفتيش شروع دے او د نورو انکشافاتو اميد هم شته دے