پيښور کښې د وسلي په زور د دوو کروړو روپو نه سيوا ډکيتي کوشش ناکامه کړے شوي

د پيښور باچا خان چوک کښې د وسلي په زور د دوو کروړو روپو نه سيوا ډکيتي کوشش ناکامه کړے شوي،او په مزاحمت يو تن ژوبل شويدے
تفصيلاتو تر مخۀ د پيښور په باچا خان فلائي اوور باندي غلو يو کس اونيولو کوم سره چي د دوو کروړه روپو نه ډک بيګ وو،
غلو تن د نيولو نه پس هغه د دوه کروړه روپو نه ډک بيګ د فلائي نه لاندي اوغورزولو کوم چي لاندي راتلو نه پس د ټريفک اهلکارو ته په لاس ورغلے،
د ملزم د فائرنګ نه متاثره تن ژوبل شوے، کوم چي مقامي هسپتال ته منتقل کړے شويدے