پيښور کښې د يوم آزادۍ په مناسبت سائکل ريس شوے

پيښور کښې د يوم آزادۍ په مناسبت سائکل ريس شوے

پيښور کښې د يوم آزادۍ په مناسبت سائکل ريس شوے چې پکښې ساجد علي خان وړومبې او يوسف خان دويم پوزيشن اخستے

دسائيکل ريس په وخت د خيبر پښتونخوا سائيکلنګ ايسوسي ايشن صوبائي او مرکزي مشران هم موجود وو،د ازادئ د ورځي په مناسبت سره سائيکل ريس کښې ساجد علي خان د څوارلس کلوميټره سفر په نورلس منټه څلورديرش سيکنډه کښې تر سره کړيدے،او وړومبې پوزيشن ئي اخستے دې.يوسف خان شل منټه سفر کولو سره دويم پوزيشن سره کاميابي تر لاسه کړيده،

په دي موقعه د سائيکلنګ ايسوسي ايشن مشرانو سيد اظهر علي شاه او نثار احمد اووئيل چي د تيرو کلونو پشان سږ کال هم د ازادئ د ورځي په مناسبت سره د سائيکل ريس بندوبست شوي وو چي پکښې د پيښور ،کوهاټ، او سوات لوبغاړو برخه اخستي وه