پيښور کښې سول سوسائټي د ماشومانو سره جنسي تيري خلاف داسمبلئ مخي ته احتجاج کړے

پيښور کښې سول سوسائټي د ماشومانو سره جنسي تيري خلاف داسمبلئ مخي ته احتجاج کړے

پيښور کښې سول سوسائټي د ماشومانو سره جنسي تيري خلاف د اسمبلئ مخي ته احتجاجي مظاهره او بهوک هړتال کړيدے،مظاهرچيانو غوښتنه کړيده چي ماشومانوته دي تحفظ او مجرمانو ته دي عبرتناک سزا ورکړے شي،
دماشومانو سره د جنسي تيري پيښو خلاف پيښور کښې د سول سوسائټي لخوا احتجاج شويدے،
د صوبائي اسمبلئ مخي ئي د احتجاج سره سره بهوک هړتال کيمپ هم لګولے دے
دمظاهرچيانو وينا ده چي حکومت د ماشومانو سره د جنسي تيري په حقله تر دي دمه موثره قانون سازي نه ده کړي او دا وجه ده چي په ماشومانو د جنسي تشدد کيسونه د روزانه په بنياد مخي ته راځي او حکومت فقط دعوي کوي
دوي وئيلي دي چي په جنسي تشدد کښې ټاکلي شوي ملزمانوته دي اسلامي اصولو مطابق سزاګاني ورکړے شي ولي چي په اسلامي سزاګانو کښې به مجرمان دعبرت نخه جوړه شي