پيښور کښې قانون نافذ کونکې ادارو سره انښته کښې پينځه ترهګر وژلې شوې

پيښور کښې قانون نافذ کونکې ادارو سره انښته کښې پينځه ترهګر وژلې شوې

تيره شپه پيښور ريګې سيمه کښې د دهشتګردو او قانون نافذ کونکې ادارو ترمينځه انښته شوې،په دغه انښته کښې پينځه ترهګر وژلې شوې دې،د پيښې ايف آئې آر درج کړے شوے دے
سې ټې ډې لخوا جارې بيان مطابق تيره شپه سې ټې ډې د قانون نافذ کونکې ادارو سره په شريکه ريګې او متهرا سيمه کښې سرچ آپريشن کړے دے،ترجمان سې ټې ډې مطابق دغه آپريشن کښې دهشتګردو او سيکيورټې اهلکارو ترمينځه د ډزو تبادله شوې ده چې په کښې پينځه ترهګر وژلې شوې دې، وژلې شوې ترهګرو پيژندګلو د نياز علي ، عدنان خان ، جميل ، سرزمين او عزيز الله په نامه شوے ده
ترجمان مطابق د واقعې ايف آئې آر هم درج کړے شوے دے
ترجمان وينا ده چي دغه دهشتګرد افغانستان نه د ګروپ په شکل کښې راغلي وو،چي شمره ئي لس پورې وه،دهشتګردو کښې پنځه وژلې شويدي ولې نور دهشتګرد د تياري فائده اوچته کړې او تيښته کښې کامياب شويدي