پيښور کښې ماتمى ذوالجناح جلسونو سلسله شروع شوى

0
55

پيښور کښې عاشورى مناسبت سره دمحرم الحرام نهمى ورځى ماتمى ذوالجناح جلسونو سلسله شروع شوى کوم چې به تر صبا يوم عاشورى پورى جارى وى ټولو کښې لوئى ماتمى ذوالجناح جلوس حسينيه امام بارګاه صدر نه ويستلى شويدى
تفصيلاتو تر مخه پيښور ښار کښې د محرم نهمى ورځى او دلسمى شپى اتلس ماتمى ذوالجناح جلوسونو سلسله نن سحر تقريبا لس بجى شروع شويده ټولو کښې لوئې جلوس صدر حسينيه امام بارګاه نه ويستلى شوى وو او دويم لوئى جلوس تحصيل ګورګهټرى بى بى ذکرى امام بارګاه نه ويستلى شويدى دغه شان نور شپاړس جلوسونه به تر صبا سحر پورى مختلف امام بارګانو نه ويستلى شى
ماتمى جلوسونو لپاره په لارو کښې ماتم کوونکو له اوبه ،پيو او د شربتونو سبيلونه هم لګولې شوى وو ځائى په ځائى ميډيکل کيمپونو نه علاوه د سيکورټى لړ کښې کلک ګامونه پورته کړې شوى وو جلسونو نګرانى لپاره فضائى نګرانى هم شروع ده.