پيښور کښې واپډے په موقع ميټري ټيمپر کونکے نيولے دے

0
15
پيښور کښې واپډے په موقع ميټري ټيمپر کونکے نيولے دے

پيښور کښې واپډے په موقع يو پرائيويټ اليکټريشن نيولے دے کوم چي د خلکو ميټري ټيمپر کولي، د نيولي شوي کس خلاف مقدمه درج کړے شويده او جيل ته ليګلے شويدے نيولے شوي کس د يو منظم ګروه رکن ښودلے کيږي
پيښور کښې د پيسکو ترجمان وئيلي دي چي دوئي ته شکايات ميلاو شوي وو چي د ځائے اليکټريشن يوه ګروه د ښار په مختلفو علاقو کښې د بجلئ صارفينونه پيسے اخلي او بياورته ميټرے ټيمپر کوي،
دا وجه وه چي دوئي دي دپاره د پيسکو يو ټيم دځائے پوليسو په مرسته سره جوړ کړو کوم چي د يوے کاروائي په نتيجه کښې د پهندو په علاقه کښې يو اليکټريشن په موقع اونيولو چي د خلکو ميټرے ئي ټيمپر کولي
دپيسکو وينا ده چي نيولي شوي کس پوليس ته حواله کړے شويدے کوم چي د پوليس په کسټډي کښې دا اعتراف کړيدے چي د دوئي تعلق د يوي منظم ګروه سره دے کوم چي د خلکو ميټرے ټيمپر کوي