پيښور کښې په ګاډي نامعلومه کسانو ډزو کښي يو تن مړ او دوه ژوبل شويدي

چارسدې کښي درشته په شخړۀ د کور دننه ډزو کښي درے تنا په حق رسيدلي

د پيښور په بازيد خيل سيمه کښې په يو ګاډي نامعلومه کسانو ناتاره ډزي کړيدي چي په نتيجه کښي ئي يو تن مړ او دوه ژوبل شويدي، ژوبل کسان خيبر ټيچنګ هسپتال ته رسولے شوي دي
د پيښور په بازيد خيلو سيمه کښې د رينګ روډ سره نزدي نامعلومه کسانو په يو ګاډي ناتاره ډزي اوکړي،
د ريسکيو ون ون تو تو او پوليسو د ترجمان تر مخه په دي پيښه کښې يوتن مړ او دوه سخت ژوبل شويدي ، ژوبل کسان ريسکيو ون ون تو تو اهلکارو کے ټي ايچ هسپتال ته رسولي دي
د هسپتال ذرائعو ترمخه ژوبل کسانو کښې د يو تن حالت تشويشناک دے
د پوليسو وينا ده چي د ژوبل کسانو نومونه نديم او مسمات ع ده
او د مړ شوي تن نوم نعيم خان خودلے کيږي،
د مقامي خلکو وينا ده چي د فريقينو ترمينځه د جائيداد تنازعه د ډيري مودي راهسي روانه ده