پي آئي اے ته د پاکستان نه امريکې ته براه راست پروازونو اجازت ملاؤ شو

پي آئي اے ته د پاکستان نه امريکې ته براه راست پروازونو اجازت ملاؤ شو

پي آئي اے ته د پاکستان نه امريکې ته براه راست پروازونو اجازت ملاؤ شو، پاکستان انټرنيشنل ايئرلائن به اوس يوځلې بيا د مئي مياشتې نه د امريکې لپاره براه راست پرواز آغاز کوي،ترجمان پي آئي اے وائي چې د پروازونو بحالۍ په لړ کښې تېر د دوؤ کالو راهسې مذاکرات روان وو کوم چې اوس کامياب شويدي
ترجمان پي آئي اے وئيلي دي چې د پاکستان امريکې ترمينځه د پي آئي اے براه راست پروازونو بحالۍ لپاره د امريکائي حکامو سره د هغوي اوږد محاله مذاکرات وشول، کوم چې کامياب شويدي، امريکائي انتظاميې د اپريل په ځائے د مئي مياشتې نه د براه راست پروازونو شروع کولو ګرين سګنل ورکړيدے،ترجمان پي آئي اے وائي چې د امريکې هوم لينډ سيکورټي عملې په دې سلسله کښې د پاکستان دوه ځلې دوره هم کړې وه، د اسلام آباد او کراچۍ په هوائي اډو باندې ئې د سيکورټي انتظاماتو جائزه اخستې وه،ترجمان زياتوي چې پاکستان نه به اول د نيويارک لپاره په هفته کښې درې پروازونه شروع کولےشي، په کوم کښې چې به وخت سره سره اضافه کولےشي