پي آئي اے د معاملو جاج اخيستو لپاره نواز شريف نن مهمه غونډه رابللي

0
32
د پي آئي اے د معاملو جاج اخيستو لپاره وزيراعظم ميا نواز شريف نن مهمه غونډه رابللي ده 
د وزيراعظم هاؤس لخوا  جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې وزيراعظم نواز شريف د پي آئي اے معاملو جاج اخيستو لپاره مهمه نن  غونډه رابللي چې پکښې به قامي ايئر لائن چيئرمين نه علاوه د ايوي ايشن ډويژن او د پي آئي اے چارواکي ګډون کوي 
د غونډي دوران به د پي آئي اے نجکارۍ په بابله  تر دي دمه شوي اقداماتو او دي لړ کښې د مخالفو ډلو د دريځ جاج اخسيتي شي 
بيان زياتوي چې غونډه کښې به د نوي ايئرلائن په معامله هم خبري کولې شي او د قامي ايئرلائن چيئرمين به د خپلي ادارے د کارکردګۍ پحقله غونډي ته بريفنګ ورکوي