پي ټي آئي اليکشن کميشن نه د کراچۍ بلدياتي اليکشن کالعدم ګرځولو مطالبه کړي

پاکستان تحريک انصاف اليکشن کميشن نه د کراچۍ بلدياتي اليکشن کالعدم ګرځولو مطالبه کړيده، پي ټي آئي رهنما اسد عمر تور لګولې چې پيپلز پارټۍ کراچۍ کښې د طاقت او ټګۍ په ذريعه بلدياتي انتخاباتو کښې د اولس د مينډيټ غلا کړېده، اسد عمر دا هم وئيلي چې اليکشن کميشن دې ټول عمل بے وسه په نظر راغلې،بائداليکشن کميشن دې مستعفي شي

ر د کراچۍ بلدياتي انتخابات رد کړي او وئيلي دي چې دغه اليکشن کښې نه صرف د پي ټي آئي بلکه د جماعت اسلامي د سيټونو غلا هم شويده
اسد عمر اووئيل چې کراچۍ کښې اول بلدياتي اليکشن ملتوي کولو کوششونه شوي وو، او بيا چې اليکشن اوشو نو ټول مينډيټ پټ کړې شو
پي ټي آئي رهنما اووئيل چې بلدياتي اليکشن کښې سحر نه دهاندلي شروع شوې وه،دې حوالې سره د تحريک انصاف مشر امجد آفريدي ويډيو شيئر کړې وه چې پکښې واضحه په نظر راتلل چې څنګه زرر ووټونه پولنګ سټيشن ته راوړې شوي وو
اسد عمر زياته کړه چې ضروري وه چې په دغه ويډيو ايکشن اخستې شوې وې، ولې امجد آفريدي ګرفتار کړې شو او تشدد کښې د امجد آفريدي د ورور يو سترګه هم ضائع شوې ده
اسد عمر دا هم وئيلي چې دې ټول عمل کښې اليکشن کميشن بے وسه په نظر راغلې دې،اسد عمر غوښتنه کړې چې د کراچۍ اليکشن دې کالعدم اوګرځولې شي او اليکشن کميشن دې مستعفي شي