پي ټي آئي او آزاد اميدوارانو ته په پنځه پنځه نشستونوبري تر لاسه ده

پي ټي آئي او آزاد اميدوارانو ته په پنځه پنځه نشستونوبري تر لاسه ده

ضم شوو قبائيلي ضلعو کښي صوبائي اسمبلې شپاړس نشستونو باندي پولنګ عمل مکمل کيدو نه پس نتائجو سلسله روانه دا ، تازه ترين غير سرکاري او غير حتمي اپ ډيټس مطابق په اووه نشستونوباندې آزاد ، په پنځه پي ټي آئي دغه شان جے يوا آئي ته په دوا او جماعت اسلامي اميدوارانو ته په يو او اے اين پي ته په يو نشست باندې ليډحاصل دے
غير حتمي او غير سرکاري نتيجو مطابق باجوړ پي کے سو کښې د پي ټي آئي انور زيب خان ديارلس زره يوسل اته پنځوس ووټونو سره کامياب شوې ،دغه شان پي کےيو سل دوه باجوړ کښې د پي ټي آئي اجمل خان او يو سل يوباجوړ کښې سراج الدين په ليډ روان دے،دغه شان ضلع مهمند پي کے يو سل درې کښې د اے اين پي نثار محمد خان ، پي کے يو سل څلور مهمند کښې آزاد اميدوار عباس الرحمان غير ځتمي نتيجو مطابق په ليډ روان دے،د ضلع خيبر پي کے يو سل پنځه خيبر کښې آزاد اميدوار شفيق آفريدي،پي کے يو سل شپږ خيبر کښې آزاد اميدوار بلاول آفريدي،اوپي کے يو سل اووه خيبر کښې آزاد اميدوار محمد شفيق غير سرکاري او غير حتمي نتيجو مطابق په ليډ روان دے،دغه شان ضلع کرم نه هم غير سرکاري غير حتمي نتائجو راتلو سلسله روانه ده، پي کے يو سل اته کرم کښې جي يو آئي محمد رياض،پي کے يو سل نهه کرم کښې د پي ټي آئي سيد اقبال ميا،د ضلع اورکزئي يو نشست پي کے يو سل لس اورکزئي باندې هم آزاد اميدوار سيد غازي غازن غير سرکاري او غير حتمي نتيجو مطابق په ليد روان دے،دغه شان شمالي وزيرستان پي کے يو سل يوولس شمالي وزيرستان کښې د تحريک انصاف محمد اقبال خان ،پي کے يو سل دولس شمالي وزيرستان کښې آزاد اميدوار مير کلام خان ته ګير سرکاري او غير حتمي نتيجو مطابق برې تر لاسه دے،ضلع جنوبي وزيرستان دونړو حلقو غير سرکاري او غير حتمي نتائج راتلو سلسله روانه ده چې پکې تر دے دمه د پي کے يو سل ديارلس جنوبي وزيرستان کښې آزاد اميدوار وحيد خان ،اوپي کے يو سل څوارلس جنوبي وزيرستان کښې د تحريک انصاف نصير خان په ليډ روان دے ،پي کےيو سل پنځلس فرنټئير ريجنز غير سرکاري او غير حتمي نتائجو مطابق کښې د تحريک انصاف عباد لارحمان په ليډ روان دې