پي ټي آئي خيبر پښتونخوا کښې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د پارليماني بورډ اعلان کړې

پاکستان تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د پارليماني بورډ اعلان کړې

پاکستان تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د پارليماني بورډ اعلان کړې په کوم کښي چي د مرکزي او صوبائي قيادت اولس کسان شامل کړې شويدی۔

پاکستان تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د پارلماني بورډ اعلان کړې کوم چی به صوبه کې د ټکټونو د وېش په اړه پرېکړه کوي،
پارليماني بورډ کښې پخواني وزير دفاع پرويز خټک، د قامي اسمبلۍ پخوانې سپيکر اسد قيصر، د خيبر پښتونخوا پخوانې ګورنر شاه فرمان، د خيبر پښتونخوا پخوانې وزيراعلي محمود خان شامل دي،
دې نه علاوه علي امين ګنډاپور، مراد سعيد ،عمر ايوب، شبلي فراز او د صوبائي اسمبلۍ پخوانې سپيکر مشتاق غني هم د پارليماني بورډ غړي مقرر کړې شویدې،
پارلیمانی بورډ کښې د مذهبي چارو پخواني وفاقي وزير نورالحق قادري، جنيد اکبر ،شهرام خان ترکئي، اعظم خان سواتي ،شوکت علي يوسفزئي او پخواني صوبائي وزير تيمور سليم جهګړا نومونه هم شامل دی د کوم باقاعده نوټیفکیشن چی صوبائی صدر پرویز خټک جاری کړې دې