پي ټي آئي رهنما اسد عمر وئيلي دي چې عمران خان باندې د سائفر غائبولو الزام بے بنياده دې

پي ټي آئي رهنما اسد عمر وئيلي دي چې عمران خان باندې د سائفر غائبولو الزام بے بنياده دې،عمران خان وزيراعظم هاؤس نه صرف خپله ډائري، پين او د خلقو زړونه ځان سره بني ګاله ته وړي دي، اسد عمر دا هم وئيلي چې حکمرانانو خپل کيسونه ختمولو هدف پورا کړېدې، دوي د خپلې مرضې قانون جوړول غواړي،حکومت باندې اوس واضحه شوې چې دوي د عمران خان مقابله چرې نشي کولې
کراچې کښې خبريالانو سره خبرو پر مهال د پي ټي آئي مشر اسد عمر اووئيل چې مراسلې په اړۀ د قامي سلامتيا اجلاس رابللې شوې وو،چرته چې مراسلې باندې بحث کيدو،حکومت خو مراسله کتلو به بغير دغه اجلاس طلب کړو اسد عمر اووئيل چې مراسله صدر مملکت ته ليږلې شوې وه،او خارجه دفتر کښې هم موجود وه،اوس خو ټول دفترونه د دوي دي، نو مراسله دې په ډاګه کړي پي ټي آئي رهنما مخکښې اووئيل چې ټول قام عمران خان سره ولاړ دې،حکومت ته اوس معلومه شوې چې دوي د عمران خان مقابله نشي کولې اسد عمر زياته کړۀ چې نن ملکي معيشت تباه شويدې،او د دې وجه صرف دا ده چې د پي ټي آئي حکومت يو سازش لاندې ختم کړې شويدې