پښتونخوا ايکسائز محکمي يو سل پنځه ديرش کلوګرام چرس برامد کړيدي

کے پي ايکسائز محکمي د چنګ چي رکشي نه اتلس کلوګرامه چرس برامد کړې

د وزيراعلي محمود خان په خصوصي هداياتو پښتونخوا ايکسائز محکمي د انسداد منشيات مهم دوران په دوه بيلا بيلو کاروائيانو کښې يو سل پنځه ديرش کلوګرام چرس برامد کړيدي
د خيبرپختونخوا ايکسائز محکمي ترجمان لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چي ايکسائز اينټلي جنس بيورو د پيښور په ناصر باغ روډ سبزې ډک ګاډي نه پنځه اتيا کلوګرامه چرس برامد کړيدي
ترجمان مطابق ګاډي سره دوه ملزمان مصور اومحمد ارشاد سکنه سرګودها پنجاب هم ګرفتار کړے شويدي،
ترجمان دا هم وئيلي دي چي دويمه کاروائي په مردان بائي پاس روډ شوي چرته چي د ټرک خفيه خانو نه پنځوس کلوګرام چرس برامد کړے شويدي او ملزم ګلاب خان نيولے شويدے
د ملزم تعلق د ضلع خيبر سره دے ،دوانړو کاروائيانو کښې نيولے شوي ملزمانو خلاف ايف ائي ار درج کړے شويدي او په ضد ئي پلټني رواني دي