پښتونخوا ايکسائز په ملاکنډ ټاپ د منشياتو ډک ګاډې نيولي

0
41
پښتونخوا ايکسائز په ملاکنډ ټاپ د منشياتو ډک ګاډې نيولي

پښتونخوا ايکسائز په ملاکنډ ټاپ د منشياتو ډک ګاډې نيولي،بلخوا پښتونخوا فوډ اتهارټۍ پيښور کښې د يوې کارروائې دوران د يو ګودام نه لوئي مقدار کښې غير معياري خوراکي سامان برآمد کړېدي،
د خيبر پختونخوا ايکسائز ترجمان وائي چې د اسسټنټ کمشنر ملاکنډ سهيل خان په مشرې کښې خصوصي ټيم درګۍ نه پنډې ته تلونکي ګاډي ګير کړې چې د کوم خفيه خانو نه دولس کلوګرام هيروئين او اته ديرش کلو ګرام چرس برآمد شويدي،
ترجمان زياتوي چې کارروائي دوران دوه ملزمان هم نيولي شويدي چې په ضد ئې ملاکنډ تهاڼه کښې ايف آ ئي آر درج کړې شوېدے،
بلخوا د پيښور په چمکنې سيمه کښې کے پي فوډ اتهارټۍ چارواکو د شپې په وخت په يو ګودام چهاپه وهلې ده،
د کارروائې دوران په لوئي مقدار کښې باسي او غير معياري کولمې برآمد شوي کوم به چې کبابو او قيمه کښې استعماليدلے،
چارواکو ګودام سيل کړې او درې ملزمان حوالات کښې بند کړي شوېدي