پښتونخوا حکومت صوبي کښې د مصنوعي او پلاسټک تهيلو شپږ شپيته غټ مرکزونه سيل کړيدي

0
50

پښتونخوا حکومت د ماحولياتو تحفظ يقيني کولومقصد دپاره د صوبي په لر او بر کښې د مصنوعي او پلاسټک تهيلو شپږ شپيته غټ مرکزونه سيل کړيدي
تفصيلاتو مطابق صوبائي حکومت د صوبے مختلفو ښارونو کښې د مصنوعي او پلاسټک تهيلو خلاف په لوئي پيمانه کريک ډاون شروع کړيدې،
سوات، شانګله،بونير، لوئير دير، اپر دير، ملاکنډ ، چترال، او باجوړ کښې د کاروائيو دوران اته زره پنځه سوه يو کم اتيا کلوګرام تهيلئ ضبط کړيدي
سرکاري چارواکي وائي چي لوئير دير او ملاکنډ کښې د پلاسټک تهيلي جوړونکي دري غټي کارخاني مکمل تړلي شويدي، هم دغه رنګه د پلاسټک تهيلو نور شپږ شپيته لوئي واړه مرکزونه هم سيل کړي شويدي
پښتونخوا حکومت وائي چي د کاروائيو مقصد ماحولياتي الودګي ختمول او د ماحول تحفظ يقيني کول دي ،،
ماحولياتي تحفظ لپاره د خيبرپښتونخوا حکومت کاروائي  صوبه کښې د پلاسټک تهيلو 66 مرکزونه تړلي شويدي ماحولياتو تحفظ به په هر صورت يقيني کولے شي