پښتون تحفظ مومنټ سره خبرو لپاره جرګه جوړه شوې ، ګورنر خيبرپښتونخوا

0
40

دخيبر پښتون خوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا وئيلى دى چې پښتون تحفظ مومنټ سره خبرواترو لپاره جرګه جوړه شوې او په دې لړ کښې چې څه هم کيږى دهغې فيصلې واک جرګې ته ورکړے شوے دے

دا خبرې دخيبر پښتون خوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا پيښور ګورنر هاوس کښې دصحافيانو په درناوى کښې جوړې شوې غونډې ته دوينا په وخت کړې دى
ګورنر ووئيل چې دپى ټى ايم کومې جائزې غوښتنې وې هغه غوښتنې پخوانى وزير اعظم پوره کړې دى هغه زياته کړه چې پى ټى ايم سره خبرواترو لپاره جرګه جوړه شوې او دغه جرګه به دقبائيلى رواياتو ترمخه ټولې فيصلې کوى
هغۀ زياته کړه چې فاټا انضمام سره قبائيلى سيمو کښې دترهګرۍ ويره ترهه ختمه شوې ده او ډير زر به قبائيلى اولس دفاټا انضمام نه ګټۀ پورته کړى
ګورنر اقبال ظفر جهګړا وينا وه چې يو سياسى ګوند هم دانتخاباتو دالتوا ء ا په حق کښې نه دے او داچې انتخابات به په ټاکلے شې نيټه کولے شى