پکتيا کښي د يو جمات دننه ځانمرګي چاودنه کښي پنځويشت کسان په حق رسيدلي

0
125

د افغانستان پکتيا ولايت په ګرديز ښارکښي د يو جمات دننه ځانمرګي چاودنه شوي ، ځانمرګي بريد دجمعي مانځه په وخت داهل تشيع په يو جمات شوي،پيښه کښي پنځويشت کسان په حق رسيدلي او شلو نه سيوا ژوبل شوي
دمشرقي ولايت پکتياد والي وياند عبدالله حسرت د خلي وئيلي کيږي چه چاودنه خواه اوشا يوه نيمه بجه ګرديز ښار کښي د شعيه ګانوپه يو جمات ،خواجه حسن جامع مسجد کښې شوي ،
وياندزياتوي چه چاودنه هغه وخت اوشوه کله چه ځانمرګي بريد کونکي ځان پوري ټرلي چاودنکي موادو سره جمات ته داخل شواو هغه وخت ئي چاودنه اوکړه چه لسګونه خلق دجمعي مانځه لپاره جمات کښي راغونډ شوي وو
بلخوا د پيښي عيني شاهدين وائي چه د جمات په داخلي دروازه کښي دوي چاودني شوي او د لسګونوکسانو مړي او لوئي شمير ژوبل تنان په موټرو کښي اسپتالونوته منتقل کړي شوي
د ابتدائي معلوماتو ترمخه ځانمرګي چاودنه کښي تراوسه د پنځويشت کسانو دمړني تصديق شوي ، بلخواپيښه کښي شلو نه سيواتنان ژوبل شوي هم دي کوم چه دګرديز ښار په مختلفو اسپتالونو کښي زير علاج دي