پکتيکا ولايت کښې طالبانو سره نښته کښې ضلعي پوليسو مشر په حق رسيدلي

پکتيکا ولايت کښې طالبانو سره نښته کښې ضلعي پوليسو مشر په حق رسيدلي

د افغانستان پکتيکا ولايت کښې د امنيتي اهلکارو او طالبانو ترمينځه نښته کښې د ضلعي پوليسو مشر په حق رسيدلي او درې طالبان وژلي شويدي،بلخوا لغمان ولايت کښې سيکيورټي فورسز د يوې کارروائۍ دوران دوه جنګيالي وژلي دي
د پکتيکا ولايت د پوليسو دفتر لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شويدي چې ګل وال سيمه کښې د پوليسو او طالبانو ترمينځه نښته شويده
بيان ترمخه دا نښته هغه وخت شوي کله چې د برمل اولسوالۍ پوليسو مشر محمدايوب په ګاډي طالبانو حمله وکړه
بيان کښې زياته کړي شوي چې د حملې په نتيجه کښې د پوليسو مشر محمد ايوب په حق رسيدلي او درې اهلکار ژوبل شويدي ولې جوابي کارروائې دوران درې طالبان وژلي شويدي
دې نه علاوه د لغمان ولايت په علي شنګ اولسوالۍ کښې هم د سيکيورټي فورسز او طالبانو ترمينځه نښته شوي چې پکښې دوه طالبان وژلي شويدي