پکتیکا کښې د امریکایی ډرون بریدونه کښې شپاړس وسله وال طالبان وژل شوی

د پکتیکا بیرمل وولسوالي کښې بې پائیلوټه امریکایی الوتکو د وسله والو طالبانو مرکزونه پۀ نخښه کړي او دوه بیله بیل میزائیلی بریدونه یې ورباندې کړي چې لا امله یې لږ تر لږه شپاړس وسله وال طالبان وژل شوی
پۀ وژل شوو کښې د وسله وال کماندان اسدالله عرف سنګری پۀ ګډون د درې وسله والو تړاؤ د شمالی وزیرستان رزمک پریاټ سیمې سره ښودلی شي.
د دولتی سرچینو پۀ وینا بې پائیلوټه امریکایی الوتکو لومړۍ برید تېره ورځ مازدیګر د بیرمل اولسولۍ لمن سیمه کښې د وسله والو طالبان پۀ یو مرکز کړی دی
پۀ کوم کښې چې د کماندان اسدالله عرف سنګري او قدرت الله پۀ ګډون څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
پۀ وژل شوو وسله والو کښې د اسدالله سنګری پۀ ګډون درې وسله وال د شمالی وزیرستان رزمک پریاټ سیمې سره تړاؤ لری. او قدرت الله نومی کماندان تړاؤ د سیفلی کابل خیل قبیلې سره ښودلی شي
دویم برید د بیرمل اولسوالئ د لمن پۀ شنګري کلی کښې د شپې لسو بجو پۀ خوا وشاه کښې شوی دی
دلته هم بې پائیلوټه امریکایی الوتکو د وسله والو طالبانو پۀ پټن ځایونو میزائیلی برید کړی دی
چې لا امله یې د وسله والو کماندانانو شېرین خان او ولی خان پۀ ګډون لږ تر لږه دولس وسله وال طالبان وژل شوی دی. کوم چې زیاتره د بیرمل پيپلی کابل قبیلې سره تړاؤ لري.
که څۀ هم تر دې دمه ازادو سرچینو لخوا د میزائیلی بریدونو او د وژل شوو وسله والو د شمیر پخلی نۀ دی شوی
ولې پۀ عامه توګه وائیلی کېږي چې د ضرب عضب عملیاتو نه وروستو زیاتره وسله وال د پکتیکا بیرمل اولسوالئ لمن سیمه کښې میشتۀ شوی دی او دلته یې پۀ زیات شمېر مرکزونه دي چې د دغه ځایونونه د پولې دواړو غاړو کښې پۀ ازاده توګه بریدونو او فعالیتونو کوي .