پیښور هائيکورټ په ضلع شانګله کښې په ټمبر سمګلنګ کښې ککړ کانسټیبل کمال حسین معطل کړی

پیښور هائيکورټ په ضلع شانګله کښې په ټمبر سمګلنګ کښې ککړ کانسټیبل کمال حسین معطل کړی دی او پولیس لخوانه د فارسټ افسرانو او ملازمینو په ضد درج ایف آئی آر په اړه د تحقیقات کولو احکامات جاری کړی دی
د پیښور هائيکورټ چیف جسټس قيصر رشید خان او جسټس اعجاز انور باندی مشتمل ډویژن بینچ لخوانه چه کله د کیس سماعت شروع شو نو هغه وخت عدالت ووئیلی شو چه په شانګله کښې د ټمبر سمګلنګ کوشش ناکام کړی شوی وو په دغه سمګلنګ کښې د پولیس کانسټیبل ککړ وو هغوی ته د ځنی افسرانو اشیر باد حاصل وی چه کله ټمبر سمګلنګ ناکام کړی شو نو پولیس د سمګلرانو په ضد کاروائي کولو په ځائی د فارسټ افسرانو او ملازمینو په ضد ايف آئی آر درج کړلو عدالت ته دا هم ووئیلی شو چه کمال حسین د سمګلرانو برخه ده په دی موقع د شانګله ډی پی او عمران هم موجود وو عدالت کانسټیبل کمال حسین په موقع باندی معطل کړو او د واقعه د تحقیقاتو لپاره د پولیس افسرانو او محکمه جنګلات افسرانو باندی مشتمل تحقیقاتی کمیټی جوړه کړله