پیښور کښی پولیسو د موټر کار سنیچرز درئی کسیزه ګروپ نیولی دی

پیښور کښی پولیسو د موټر کار سنیچرز درئی کسیزه ګروپ نیولی دی،د ملزمانو د قبضی نه نهه ګاډی برامد کړی شوی کوم چی مالکانو ته سپارلی شوی
پیښور کښی ایس پی کینټ محمداظهر خان وئیلی دی چی کینټ پولیسو د موټر کار سنیچرز يو درئی کسیزه ګروپ نیولی دی،په ملزمانو کښی طارق ولد بخش،ارشد ولد نور زمان او طارق ولد اقبال شامل دی،د ملزمانو تعلق د حافظ اباد پنجاب،نوښار او پیښور سره ښودلی شوی،د ابس پی کینټ وینا ده چی ملزمانو په جیل کښی د قید پرمهال یو ګروپ جوړ کړی وو بیا چی را بهر شول نو د ګاډو د سنیچینګ ئی منظم ګروپ جوړ کړو.د ملزمانو نه برامد شوی ګاډی خپلو مالکانو ته سپارلی شوی او د ملزمانو خلاف مقدمات درج کړی او تفتیش تری شروع دی