پی ټی آئی په غړو د ډزو او تشدد کولو غندنه کړی

د وزیراعلی معاون خصوصی بیرسټر محمدعلی سیف په شمالی وزیرستان کښی د ری پولنګ پرمهال د پی ټی آئی په غړو د ډزو او تشدد کولو غندنه کړی او دا ئی یو غیرسیاسی عمل ګنړلی، په شمالی وزیرستان کښی د ری پولنګ پرمهال د پی ټی آئی په ورکرانو د ډزو کولو او تشدد کولو بیرسټر محمد سیف غندنه کړی او وئیلی ئی دی چی حکومت به چاته هم دا اجازت ورنکړی چی په خپلو مخالفینو د سیاسی اختلافاتو په وجه تشدد اوکړی،دوئی وئیلی دی چی د شمالی وزیرستان په ری پولنګ الیکشن کښی د الیکشن کمیشن د پوزی لاندی دهاندلی شوی او دی د پاره د اول نه پلان جوړ کړی شوی وو ولی چی مخالفینو ته پته وه چی دوئی الیکشن بائلی ځکه ئی د تشدد لار خپله کړی ده،دوئی وئیلی چی الیکشن کمیشن دی د دی واقعی نوټس واخلی او چا هم چی د پی ټی آئی په ورکرانو تشدد کړی وی د هغوئی خلاف دی کاروائی اوکړی