پی ډی اے بی ارټی کنټریکټرته ورکړی شوی هدف کښي تعمیراتی کار نه مکملولو باندي یوارب روپی جرمانه ورکړی

پی ډی اے بی ارټی کنټریکټرته ورکړی شوی هدف کښي تعمیراتی کار نه مکملولو باندي یوارب روپی جرمانه ورکړی

پیښور کښی د بی ار ټی بسونه اودریدو نه پس په بس ډپوګانو تعمیراتی کار سټاپ شویدی،پی ډی ای کنټریکټر ته یو ارب روپی جرمانه ورکړیده،د پی ډی ای ډی جی سید ظفرعلی شاه وئیلی دی چی د بی ارټی کنټریکټر ته یو ارب روپی جرمانه ورکړی شویده ولی چی دوئی ته هدف ورکړی شوی وو چی د اګست د میاشتی پوری به د بی ار ټی په ټولو ډپوګانو تعمیراتی کار ختمولی شی ولی د بده مرغه د بی ار ټی په اکثره بس ډپوګانو تعمیراتی کار نه دی مکمل کړی شوی دا وجه ده چی پی ډی ای متعلقه ټیکیدار ته یو ارب روپی جرمانه و کړیده،دوئی وئیلی دی چی دا د اولس پیسی دی او دوئی اولس ته جواب ده دی،بلطرفته د بی ار ټی کنټریکټر په ټولو بس ډپوګانو تعمیراتی کار اودرولی دی او وئیلی ئی دی چی دوئی ته فنډ ورکول بند کړی شویدی ځکه دوئی تعمیراتی کار جاری نه شی ساتلی،
د یادونی وړ ده چی د بی ار ټی په اکثره بس ډپوګانو دیرش فیصده تعمیراتی کار باقی پاتی دی